Home » افغانستان » د افغانستان ځينو ښځينه فعالانو د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته ليکونه لېږلي دي

د افغانستان ځينو ښځينه فعالانو د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته ليکونه لېږلي دي

په افغانستان کې د ښځينه فعالانو د ښځو حقونو د اعادې په موخه په يوه تازه ګام کې، د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته ليکونه لېږلي دي.

د دې ښځينه فعالانو شمېر ۱۰۰ تنو ته رسېږي او په جلا توګه يې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته ليکونه لېږلي او په کې يې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د روان وضعيت روايت بيان کړی دی.

په دې ليکونو کې پر ښځو جنسي تيري، د دوی هدفي وژنې، سنګسار او وهل، په خپلسري توګه د ښځو نيول، جبري او کم عمر ودول، اجباري حجاب، د نجونو پر مخ د ښوونځيو بندول او لوبغالو، حمامونو او تفريحي پارکونو ته د ښځو پر تګ بنديز هغه موارد ياد شوي، چې د ليکونو له مخې دا مهال په افغانستان کې ترې سرغړونه کېږي.

د دې ليکونو ليکونکو له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې له دې کار يې موخه په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د حاکم وضعيت په اړه د ملګرو ملتونو امنيت شورا خبراوی دی.

دوی زياته کړې، چې په دې ليکونو کې د سرپرست حکومت چارواکو له لوري له ښځو سره د روان ظلم، بې عدالتۍ، وژنو او بېوزليو روايتونه وړاندې شوي او په خبره يې په دې ليکونو کې د هغو کړاوونو يادونه شوې، چې د سرپرست حکومت د واکمنۍ پرمهال پر ښځو تېرېږي.

تر اوسه د افغانستان سرپرست حکومت چارواکو د ښځينه فعالانو د دې ليکونو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي؛ خو وړاندې يې تل په ډاګه کړې، چې د شريعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي.

که څه هم د اسلام په مبارک دين کې د نجونو زده‌کړې مجوزې دي؛ خو سرپرست حکومت پر دې سربېره هم نجونو ته اجازه نه ده ورکړې چې ښوونځيو ته لاړې شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...