د احصايې او مالوماتو ملي اداره وايي، په تېر ۱۴۰۰ لمريز کال کې بهر ته د افغانستان صادراتو په کچه کې د پام وړ زياتوالی راغلی دی.
د يادې ادارې مرستيال حسيبالله موحد نن چهارشنبه د (وري په ۱۰مه) په کابل کې خبري کنفرانس ته ويلي، په تېر ۱۴۰۰ لمريز کال کې د افغانستان د صادراتو ټولهييزه کچه ۸۵۰ ميليونه ډالرو ته رسيدلې. په داسې حال کې چې د نوموړي په خبره په وړم ۱۳۹۹ لمريز کال کې دا کچه ۷۷۷ ميليونه ډالر وه.
نوموړي دغه راز د رسمي شمېره له مخې د افغانستان ټول نفوس ۳۴.۳ ميليونه تنه اعلان کړ او زياته يې کړه چې د ياد نفوس ۵۱سلنه نارينه او ۴۹ سلنه هغه يې ښځينه جوړوي.
موحد وايي، چې د نفوسو په تړاو د احصايې او مالوماتو ملي ادارې د موندنو له مخې، د افغانستان ټول نفوس له ډلې ۲۴.۲ ميلونه کسان چې ۷۰.۶ سلنه کېږي په کليو کې ژوند کوي، ۸.۶ ميليونه کسان چې ۲۵ سلنه کېږي په ښارونو کې مېشت دي او ۱.۵ ميليونه کسان چې ۴.۴ سلنه کېږي، کوچيان دي.
د احصايې او مالوماتو ملي ادارې د مالوماتو پر بنسټ، د افغانستان ۴۵.۵ سلنه وګړي له ۱۵ کلنۍ ټيټ عمر لري، ۴۹.۷ سلنه بيا د کار عمر او دغه راز ۲.۷ سلنه بيا هغه کسان دي چې عمر يې له ۶۴ کلونو زيات دی.