Home » افغانستان » د افغانستان په صادراتو کې څه باندې ۱۱ میلیونه کموالی راغلی

د افغانستان په صادراتو کې څه باندې ۱۱ میلیونه کموالی راغلی

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي چې د روان کال په غبرګولي کې د افغانستان صادرات د غویي میاشتې په پرتله ۱۱٫۳ میلیونه ډالره کم شوي دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، افغانستان د غویي په میاشت کې ۹۳٫۳ میلیونه ډالره صادرات لرل، په داسې حال کې چې تېره میاشت دا شمېر ۱۰۴٫۶ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.

له بلې خوا تېره میاشت افغانستان ته د ۹۰۰٫۹ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز مالونه وارد شول.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې دا هم ویلي په دې مياشت کې تر ټولو زيات صادرات د پاکستان، هند او ايران هېوادونو ته او تر ټولو ډېر واردات له ايران، پاکستان او چين څخه وو.

دې ادارې د غبرګولې په میاشت کې د صادراتو د کمښت د لامل په اړه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...