Home » افغانستان » د افغانستان په سلګونو سوداګریزې لارۍ د پاکستان پر پوله درول شوې

د افغانستان په سلګونو سوداګریزې لارۍ د پاکستان پر پوله درول شوې

په پاکستان کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې د مېوو او سبزیجاتو شاوخوا ۳۰۰ لارۍ چې له افغانستان څخه پاکستان ته روانې وې، د دواړو هېوادونو ترمنځ په پوله کې بندې شوې دي.

په پاکستان کې د افغانستان سفارت پرون (جمعه د چنګاښ په ٢٢مه) په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه موټر د تورخم، سپين بولدک او خرلاچي په لارو کې د موقتي منلو شویو اسنادو(ټي ایډي) د نه شتون له امله درول شوي دي.

په پاکستان کې د افغانستان سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه سفارت یوه پلاوي د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د بهرنۍ سوداګرۍ له مشرې ماریا کازي سره د افغانستان د بند شویو صادراتي توکو د ستونزو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیا او د سوداګرۍ د پراختیا او په دې برخه کې د شته خنډونو د لرې کولو اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان سفارت دغه پلاوي له پاکستاني چارواکو دا هم غوښتي، چې دغو موټرو ته دې اجازه ورکړل شي.

همداراز په خبرپاڼه کې راغلي دي: د افغانستان د سفارت پلاوي د افغانستان د تازه میوو او سبزیجاتو د صادراتو موسم ته په اشارې سره، د افغانستان پر صادراتي توکو د اضافي مالیاتو د لګولو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او دا اقدام یې د افغانستان د بزګرانو او پاکستان د کورني بازار په زیان وباله.”

افغان پلاوي له پاکستان څخه غوښتي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د غوره سوداګرۍ تړون (PTA) تر نهايي کېدو پورې پخواني معافيتونه بېرته عملي کړي.

د يادونې وړ ده چې د روان کال په پيل کې پاکستان د يوې نوې تګلارې په پلي کولو سره افغان موټر چلوونکي اړ کړل چې پاسپورټ او ويزې ولري.

پاکستان د افغانستان یو مهم سوداګریز شریک دی او د نړیوال بانک د راپور له مخې تېر کال د افغانستان ۴۵ سلنه تولیدات پاکستان ته صادر شوي وو.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...