Home » افغانستان » د افغانستان په خاوره د پاکستان راکیټي بریدونه بند شول
رویداد خبري آژانس
کنړ ولایت

د افغانستان په خاوره د پاکستان راکیټي بریدونه بند شول

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي د دیپلوماتیکي هلو ځلو له کبله د پاکستان د پوځ لخوا د افغانستان په خاورې د توغندیو بریدونه په ” عاجله توګه” بند شول.

وزارت په یوې اعلامیې کې چې پرون، جولای ۱۷ (چنګاښ ۲۷) خپره کړې ویلي چې د دغو توغندیو او راکټونو د بریدونو په هکله یې په کابل کې د پاکستان سفیر او د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت سره خپل جدي اعتراضات او اندیښنې شریکې کړي او د جدي عواقبو یادونه یې کړیده.

رویداد خبري آژانس
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

د بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته ویلي چې دا شان بریدونه د دواړو هیوادونو په اړیکو منفي اغیزې لري.

د پاکستاني پوځ په بریدونو کې چې د کنړ ولایت په یو شمیر سیمو کې یې تازه کړیدي، اته عام خلک پکې وژل شوي او څو تنه ټپي شویدي. د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې ددواړو هیوادونو د دفاعي چارو مسؤلین به ددې پیښو په هکله هر اړخیز تحقیقات کوي.

په راپورونو کې ویل شوي چې د پاکستان پوځ د کنړ ولایت د سرکاڼو، مروروې او مرکز اسعد آباد یو شمیر سیمې په راکټونو ویشتلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...