Home » افغانستان » د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ شپږمه غونډه سبا پیلېږي

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ شپږمه غونډه سبا پیلېږي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وايي چې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ شپږمه غونډه به د اکټوبر په څلورمه جوړه شي.

د ا.ا د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال حافظ ضياء احمد تکل هم ویلي چې د دغه وزارت د سرپرست، مولوي اميرخان متقي په مشرۍ يو پلاوي روسيې ته سفر کړى او د افغانستان په استازيتوب به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د مسکو فارمټ د ۲۰۱۶ کال په ډسمبر کې جوړه شوې او د روسیې، افغانستان، چین، پاکستان، ایران او هند استازي پکې شامل دي. په دغو ناستو کې به د دغو هېوادونو استازي د افغانستان پر اړوندو موضوعاتو بحث او نظرونه به سره تبادله کړي.

د مسکو فارمټ پنځمه غونډه د پروسږ کال په همدې وخت کې د روسیې په کازان ښار کې جوړه شوې وه او د قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې استازو هم په کې د مېلمنو په توګه ګډون کړی و.

دا یادونه هم ضروري ده چې د پروسږ کال په غونډه کې د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان په ګډون پنځه نور هېوادونه هم په دې فارمټ کې شامل شوي وو.

د پروسږ کال په غونډه کې ګډون کوونکو هېوادونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر فعالیتونو اندېښنه څرګنده کړه.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...