Home » افغانستان » د افغانستان په اړه د امنیت شورا بیانیې ته د ا.ا غبرګون

د افغانستان په اړه د امنیت شورا بیانیې ته د ا.ا غبرګون

د ا.ا ویاند، ذبیح الله مجاهد د ملګروملتونو د امنیت شورا د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې تکراري او بې ارزښته مسایل مطرح شوي دي.

مجاهد له رویداد خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، نړۍ ته پکار ده چې مهم مسایل بحث کړي، څو د افغانستان د پرمختګ لپاره سمې حل لارې ولټول او عملي شي.

“داسې ښکاري چې په دې غونډه کې په تکراري او وړو مسایلو خبرې وشوې. ا.ا. په دې ناسته کې په یادو شویو برخو کې لاسته راوړنې لرلې او باید پرې پوه شي، غوره ده چې د افغانستان مهمو مسایلو ته پام وشي او د حل لپاره یې لازمې لارې چارې ولټول شي.”

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه بیانیه کې ټینګار کړی چې افغانستان باید په نړیواله ټولنه کې د مدغم کېدو لپاره خپلې نړیوالې ژمنې عملي کړي.  

پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان په اړه د تړلو دروازو تر شا غونډه وکړه او بیا د دې شورا د یوولسو غړو هېوادونو د استازو له خوا لاسلیک شوې اعلامیه خپره شوه.

په دې اعلامیه کې چې د دې شورا د مشرې، کارولین رود ریګوس له خوا ولوستل شوه، له ا.ا څخه پکې غوښتل شوي چې د ښوونځیو دروازې د ټولو نجونو پر مخ پرانیزي.

  بايد يادونه وشي چې په دې اعلاميه کې د ښځو او نجونو د کار او زده کړې او په ټولو سياسي برخو کې د ښځو پر شتون ټينګار شوى دى.

دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې چې د همدې میاشتې له ۱۸ څخه تر ۱۹ نیټې پورې د ملګرو ملتونو د سرمنشي، انتونیو ګوتریش په کوربه توب جوړه شوې وه، پریکړه وشوه چې په افغانستان کې د امنیت ټینګښت، د نشه‌يي توکو د کښت او تولید مخنیوی او همدارنګه له ترهګرو ډلو سره مبارزه وشي او له ا.ا څخه غوښتل شوي وو چې د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته پاملرنه وکړي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...