افغان اتلان به نن( چهارشنبې، د وږي ۲۸مه)په لومړۍ پینځوس اوریزه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې د سیالې سوېلي افریقا لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو بر بنسټ یاده لوبه به نن د افغانستان پرمهال د ماسپښین ۴:۳۰ د افغانستان په کوربتوب د شارجې د کرکټ په میدان کې ترسره شي.
د یادولو وړ ده چې حشمت الله شهیدي د کپټان په توګه د افغانستان د ملي لوبډلې مشري پرغاړه لري.
دا په داسې حال کې ده چې دویمه لوبه په د وږي په ۳۰مه او درېیمه لوبه به د تلې په لومړۍ نېټه په شرجه کې ترسره شي.