Home » افغانستان » د افغانستان مرکزي بانک سبا ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان مرکزي بانک سبا ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان د بانک مسوولان وايي چې، د افغانيو د ارزښت ساتلو په موخه به سبا(دوشنبه،۱۹ د لېندۍ) ۱۶ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.
یاد بانک نن(یک شنبه،۱۸د لېندۍ)د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو څو ورځو کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت مخ په ټیټیدو دي او دا مهال د کابل د اسعارو په بازار کې د یو ډالر بیه ۷۰.۱۰ افغانۍ ده.
د افغانستان بانک له دې وړاندې هم د افغانیو ارزښت ساتنې او ثبات لپاره میلیونونه ډالر د داوطلبۍ له لارې د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هواپېژندنې اداره: په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شته

د ټرانسپورټ او هوايي چلند ...