Home » افغانستان » د افغانستان لپاره د پاکستان شارژدافیر بېرته کابل ته راستون شوی

د افغانستان لپاره د پاکستان شارژدافیر بېرته کابل ته راستون شوی

د افغانستان لپاره د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني چې کابل کې د پاکستان پر سفارت تر برید وروسته خپل هېواد ته تللی و بېرته کابل ته راغلی او خپله دنده یې پيل کړې ده.

پاکستان څه باندې څلور میاشتې مخکې خپل شارژدافېر عبیدالرحمن نظاماني وروسته له هغه اسلام اباد ته ور وغوښت چې په هغه باندې د وسله والو لخوا برید وشو.

په هغه برید کې نظاماني روغ ووت، خو یو ساتونکی یې سخت ټپي شو. کابل ته د پاکستاني شارژدافېر د بېرته تګ پرېکړه وروسته له هغه شوې چې د شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري او د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر سره ټیلیفوني خبرې کړي.

د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې چارواکیو ویلي چې نظاماني بېرته کابل ته راستون شوی او خپل کار یې پيل کړی دی.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...