د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې د ملګروملتونو په دفترونو کې د افغان ښځو پر کار د بندیز له کبله ژوره اندېښنه څرګنده کړې.
په کابل کې د جاپان سفارت بېګا ناوخته پر خپل ټویټر لیکلي، ښاغلي اوکادا پر حکومت غږ کړی چې خپله دا پرېکړه بدله کړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د دې کتنې په اړه پرون پر ټویټر ولیکل، د جاپان سفیر ویلي، هېواد یې د نظر له توپیر سره سره له افغان چارواکو سره تعامل ته لېوال دی. همدارنګه د جاپان سفیر د افغان نجونو د تعلیم د بیا پیل پر غوښتنه ټینګار کړی.
حکومت یوه اوونۍ مخکې د ملګروملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز اعلان کړ.
په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما د سهشنبې په ورځ وویل، له دې اعلان سره طالبانو په افغانستان کې د پاتې کېدو یا د خپلو اصولو د رعایت ترمنځ یوه انتخاب ته مجبور کړي دي.