Home » افغانستان » د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ له دندې ګوښه شو

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ له دندې ګوښه شو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ټام وېسټ د افغانستان لپاره د دې هېواد د ځانګړي استازي په توګه له دندې ګوښه شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون (سې‌شنبې، د تلې ۱۰مه) اعلان کړی چې ټام وېسټ د یاد وزارت د تحریمونو د همغږۍ دفتر د مشر په توګه وټاکل شو.

ټام وېسټ د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر کې د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي په توګه فعالیت پیل کړ او په دې موده کې یې د افغانستان په چارو کې د امریکا د ملي ګټو لپاره ډېرې هڅې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن ویلي چې ټام وېسټ د ماموریت پر مهال له ا.ا، د بشري حقونو فعالانو او د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره ډېرې کتنې او خبرې اترې کړې دي.

د بلینکن په وینا، ښاغلي وېسټ په افغانستان کې د بشري حقونو او ښځو په چارو کې له ځانګړې استازې رینا امیري سره کار کړی، څو ډاډ ترلاسه کړي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه د امریکا د ډیپلوماټیکو هڅو په مرکز کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د ټام وېسټ له ګوښه کېدو وروسته د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت چاروسمبالونکی، کرن ډیکر، د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې، رینا امیري او د منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، جان مارک پومرشیم به د افغانستان په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تګلارو مسوولیت لري.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...