د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ ویلي له خپلو شریکانو سره د خبرو لپاره هند او متحده عربي اماراتو ته سفر کوي.
ویسټ نن سهار ( سه شنبه د کب ۲۹ مه ) پخپله ایکس پاڼه دا خبر خپور کړی دی.
نوموړي ویلي چې د افغانستان په اړه د سفرونو لړۍ روانه اونۍ پیلوي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي څرګنده کړې چې هدف یې له دې سفرونو د امریکا شریکانو سره د افغانانو ملاتړ په اړه خبرې او لیدنې دي. د یادونې ده چې توماس ویسټ له دې وړاندې هم د افغانستان په اړه د خبرو لپاره د سیمې ځینې هېوادونو ته سفرونه کړي وو.