ټاکل شوې چې د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره د کرکټ ملي لوبډله، د نړيوال جام په روانو سياليو کې د انګليستان لوبډلې پر وړاندې ميدان ته ښکته شي.
افغانستان له زېمبابوې، پي اېن جي او سريلانکا څخه د لوبو په ګتلو سره، د نړيوال جام نيمه پايلوبې ته لار ومونده او په دې لوبه کې به سبا سېشنبه د انګليستان لوبډلې پر وړاندې ولوبېږي.
د انګليستان لوبډلې بيا د کاناډا، بنګلهدېش، عربي اماراتو او جنوبي افرېقا لوبډلو په ماتولو سره، نيمه پايلوبې ته لار موندلې. ټاکل شوې چې دا لوبه سبا سېشنبه د (سلواغې په ۱۲مه) ماښام مهال ۵نيمې بجې د انتيګا په سر ويو ريچارډ سټيډيوم کې پيل شي.