د پاکستان ملي امنيت سلاکار معيد يوسف په يوه تازه مرکه کې ويلي، پاکستان داسې هڅې کوي چې د افغانستان له لارې د منځنۍ اسيا هېوادونو ته لاسرسی پيدا کړي.
د پاکستان دولتي راډيو د معيد يوسف له قوله چې له يوه ځايي ټلوېزيون سره يې مرکه کړې ويلي، پاکستان د خپلو سوادګريزو موخو او منځنۍ اسيا هېوادونو ته د لاسرسي لپاره، د افغانستان له لارې د يوه سوداګريز دهليز د رامنځته کولو په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو په لټه کې دی.
نوموړي زياته کړې چې پاکستان د يوه هېواد په توګه پر نورو هېوادونو سربېره له چين او روسيې سره هم د سواداګريزو اړيکو د رغښت او پياوړتيا حق لري.
د معيد يوسف دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې ټاکل شوې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د يوه پلاوي په مشرۍ نن مسکو ته روان شي. د نوموړي د سفر په اړه د پاکستان بهرنيو چارو وزارت ويلي، په دې دوه ورځني سفر کې به له روسيې لوري سره پر دوه اړخيزو اړيکو او دغه راز د انرژۍ په برخه کې د پاکستان او روسيې ترمنځ د همکاريو پر زياتولو بحث وشي.