ټاکل شوې چې نن چهارشنبه د (غبرګولي په ۱۸مه) د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د اسيا ملتونو جام ته د غوراوي سياليو په ترڅ کې خپله لومړنۍ لوبه د هانکانګ له لوبډلې سره ترسره کړي.
دا لوبې د اسيا ملتونو جام ته د لارموندنې په موخه ترسره کېږي او په ترڅ کې به يې افغانستان د نننۍ لوبې په شمول له کمبوديا او هند سره درې لوبې ولري.
که افغانستان له درېيو لوبو دوې هغه وګټي، نو د غوراوي دې لوبو له لارې د اسيا ملتونو جام راتلونکو سياليو ته صعود کولی شي.
د افغانستان فوټبال فدراسيون وايي، تمه لري چې ننۍ لوبه به افغانستان وګټي؛ ځکه د فوټبال فدراسيون د مسوولانو په خبره، افغان لوبډلې د يادو لوبو ترسره کولو په موخه کافي چمتووالی نيولی دی.
ټاکل شوې چې د افغانستان او هانکانګ ترمنځ د فوټبال لوبه نن ماسپښين ۴ بجې پيل شي.