Home » افغانستان » “د افغانستان زلزله ځپلو سيمو کې زرګونه ښځو ته د زېږون خدمتونه وړاندې شوي”

“د افغانستان زلزله ځپلو سيمو کې زرګونه ښځو ته د زېږون خدمتونه وړاندې شوي”

د ملګرو ملتونو وګړو صندوق وايي، چې د خوست او پکتيکا په زلزله ځپلو سيمو کې يې د بشري غبرګون او د ژوند ژغورنې خدمتونه لا هم دوام لري.

د وګړو صندوق د افغانستان برخې نن چهارشنبه د (لړم په ۱۷مه) خپل ټوېټر کې په دې اړه ليکلي، چې يوازې د تېر اکټوبر پرمهال په يادو سيمو کې ۵۴ ميرمنو ته د مهارت لرونکو استازو له لوري د سالم زېږون خدمتونه وړاندې شوي دي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې دغه راز زياته کړې، چې د وګړو صندوق د ماهرو استازو له لوري ۲۲۰۰ نورو ميرمنو ته له زېږون څخه د وړاندې او وروسته پاملرنې خدمتونه وړاندې شوي او پوهاوی ورکړی شوی دی.

د نړيوالو ادارو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې اوس هم خلک کافي روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او له همدې کبله د زېږون پرمهال د مور او ماشوم مړينې کچه په لوړ حد کې پاتې شوې ده.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...