د ذایقې نړیوال انسټیټیوټ (ITI) اعلان وکړ چې د افغانستان زعفرانو د نهم ځل لپاره په نړۍ کې لومړی مقام ګټلی او د “خورا خوندور” زعفرانو په توګه پېژندل شوي دي.
دغه انسټیټیوټ د سه شنبې په ورځ (د غبرګولي په ۱۵مه) یو راپور خپور کړی چې په کې د هرات زعفران له لابراتواري ازموینو وروسته د غوره زعفرانو په توګه اعلان شول.
د ذایقې نړیوال انسټیټیوټ په بلجیم کې موقعیت لري هر کال د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو خوراکي محصولات د ځانګړو معیارونو پر بنسټ ارزوي.
د دې انسټیټیوټ د ارزونو له مخې، د افغانستان زعفرانو تر ټولو د ښه خوند جایزه تر لاسه کړې ده.
زعفران د افغانستان یو له ارزښتناکو صنعتي بوټو څخه شمېرل کېږي چې د څو کلونو راهیسې یې د خوند په برخه کې لومړی مقام ترلاسه کړی دی.
افغان زعفران چې د سرو زرو په نوم هم یادېږي اوس مهال د نړۍ ګڼو بازارونو په ځانګړې توګه عربي هېوادونو، هند او چین ته صادریږي.