Home » افغانستان » د افغانستان د ګرانبیه ډبرو لومړی رېل ګاډی ترکیې ته ورسېد

د افغانستان د ګرانبیه ډبرو لومړی رېل ګاډی ترکیې ته ورسېد

د لومړي ځل لپاره د افغانستان د ګرانبیه ډبرو قطار د ایران له لارې ترکیې ته رسېدلی دی.

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د افغانستان د سوداګریزو توکو دا قطار د دې هېواد له لارې ترکیې ته رسېدلی دی.

د سرچینې په وینا، دغه قطار د روزنک له لارې ایران ته دننه شوی او له ۴۰ ورځو وروسته ترکیې ته رسېدلی دی.

له دې راپورونو وړاندې د افغانستان د سوداګریزو توکو قطار چې ترکیې ته د حرکت په حال کې و، د بندېدو خبر یې د ایران لخوا خپور شوی و.

ویل شوي چې دغه قطار د افغانستان ۱۱۰۰ ټنه ګرانبیه ډبرې ترکیې ته لېږدولې دي.

د ویلو ده چې د سوداګریزو او صنعت وزارت له دې وړاندې ویلي وو چې د هرات – خواف له رېل پټلۍ څخه به ایران او ترکیې ته د سوداګریزو توکو د صادراتو او وارېداتو په برخه کې ګټه واخیستل شي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هواپېژندنې اداره: په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شته

د ټرانسپورټ او هوايي چلند ...