Home » سپورټ » د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړى يمين احمدزى ٢٨ کلن شو
رویداد خبري آژانس
یمین احمدزی

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړى يمين احمدزى ٢٨ کلن شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکى يمين احمدزى چې د افغانستان لپاره د لومړنۍ ټېسټ ويکټې اخيستو وياړ هم لري، ٢٨ کلن شو.

نوموړى په ١٩٩٢ کال کې د جولاى په ٢٥مه نېټه زېږېدلى دى او پرون ورځ يې کليزه وه، چې د عمر ٢٨ کلونه يې پوره شو.

يمين احمدزى د افغانستان په لومړنۍ ټېسټ لوبه کې شامل و، چې د هند پر وړاندې ترسره شوه. په دغه لوبه کې د افغانستان لپاره د ټېسټ لومړنۍ ويکټ يمين احمدزي واخيسته، هغه په دغه لوبه کې د شيکر دهون ويکټ واخيسته او دا وياړ يې ترلاسه کړ.

رویداد خبري آژانس

همدا راز يمين احمدزى بيا په فرسټ کلاس سياليو کې د افغاستان يوازينى چټک توپ اچونکى دى چې ١٠٠ ويکټې يې پوره کړې دي.

يمين احمدزي لومړۍ ټېسټ لوبه د ٢٠١٨ کال د جون په ١٤-١٥ نېټه ترسره کړه، همدا راز نړيواله يو ورځنۍ لوبه يې بيا د ٢٠١٥ کال د دسمبر په ٢٥مه نېټه لوبولې ده او نړيواله شل اوريزه لوبه يې هم د همدغه کال د نومبر په ٢٩مه نېټه لوبولې ده.

هغه تراوسه پورې د افغانستان لپاره په ٤ ټېسټ لوبو، ٤ يو ورځنيو او ٢ شل اوريزو لوبو کې ګډون کړى دى. نوموړي په ټېسټ لوبو کې ١٠، يو ورځنيو کې ٢ او شل اوريزو کې ٥ ويکټې ترلاسه کړې دي. په ټېسټ لوبو کې هغه په يوه لوبه کې د ٩٣ منډو په بدل کې ٦ ويکټې هم اخيستې دي.

نوموړى که څه هم په ٢٠١٥ کال کې د افغانستان لپاره لوبېدلى و، خو له هغه وروسته بيا په ٢٠١٩ کال کې په يو ورځنيو لوبو کې د لوبېدو چانس ورکړل شوى دى، چې د نومبر په ١١مه نېټه د ويسټ انډيز پر وړاندې ولوبېده، همدا راز وروستۍ نړيواله شل اوريزه لوبه يې بيا په ٢٠١٥ کال کې د نومبر په ٣٠مه نېټه د عمان پر وړاندې ترسره کړې ده.

نوموړي که څه هم په يوه نړيواله شل اوريزه لوبه کې د ٣٤ منډو په بدل کې ٣ ويکټې اخيستې وې، خو هغه ته په هغه ډول د لوبېدو چانس نه دى ورکړل شوى، لکه نورو لوبغاړو چې ترلاسه کړى دى، په داسې حال کې چې افغانستان ملي لوبډله د چټکو توپ اچونکو له کمښت سره مخ ده، بيا هم يمين احمدزى له لوبډلې بهر ساتل شوى دى.

د يادولو وړ ده چې نوموړي په ٣٤ فرسټ کلاس سياليو کې ١٠٧، ٢٢ ليسټ اې سياليو کې ٢٦ او ١٨ شل اوريزو سياليو کې ١٩ ويکټې ترلاسه کړې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...