Home » افغانستان » د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي د ۲۰۲۴ په نړیوال جام کې د ګډون لپاره ویسټ انډیز ته ورسېدل.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي د ۲۰۲۴ په نړیوال جام کې د ګډون لپاره ویسټ انډیز ته ورسېدل.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي پرون یکشنبې د (غويي۳۰مه) د سېنټ کېټس او نیوز ټاپو کې ښکته شوي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ په اعلامیې کې ویلي چې لوبغاړي به د نړیوال جام تر رسمي لوبو مخکې لس ورځې تمرینونه وکړي.

د افغانستان ځینې نور لوبغاړي چې د ای پي اېل په سیالیو کې بوخت وو، هغوی به هم له لوبډلې سره یو ځای کېږي.

د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام سیالۍ په متحدو ایالتونو او ویسټ انډیز کې کېږي.

د کرکټ نړیواله شورا وایي په لومړي ځل په داسې یو لوی ټورنمنټ کې ۲۰ لوبډلې برخه اخلي.

دا لوبډلې په څلورو ګروپونو وېشل شوي او د هر ګروپ د سر دوې لوبډلې به د اتو غوره لوبډلو مرحلې ته لار کوي او بیا د اتو له ډلې څلور یې سیمې فاینل ته وځي.

له افغانستان سره په ګروپ کې ویسټ انډیز، نیوزلنډ، یوګاندا او نامیببیا دي.

د افغانستان اوله لوبه په ګیانا له یوګاندا سره ده. افغانستان تر رسمی لوبو مخکې له سکاتلنډ او نامیبیا سره تمریني لوبې هم لري.

دا نهم ځل دی چې د شل اوریز نړیوال جام دا ډول سیالۍ کېږي.

انګلنډ او ویسټ انډیز دوه-دوه ځلې، استرالیا، هند، پاکستان او سري لانکا یو-یو ځل دا نړیوال جامونه ګټلي دي.

د دغه نړیوال جام اوله لوبه د جون په لومړۍ نېټه د متحدو ایالتونو د تکزاس په ایالت کې د کاناډا او امریکا ترمنځ ده او وروستۍ لوبه یې د جون په ۲۹ نېټه په ویسټ انډیز کې کېږي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...