رویداد خبري اژانس او د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې په هېواد کې د ښځینه متشبثینو د هڅونې او هیلو غوړولو په موخه د همکارۍ یو هوکړهلیک لاسلیک کړ.
دغه هوکړه لیک رویداد خبري اژانس د استازي محمد فهیم کریمي او د افغانستان د ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونې مشرې، مېرمن فریبا نوري ترمنځ د متشبثو ښځینه وو د هڅونې، ابتکار، نوښت او خلاقیت په موخه لاسلیک شوی دی.
دا همکاري د ښځو د تشبثي فعالیتونو او سوداګریزو لاسته راوړنو په روښانه کولو تمرکز کوي او هڅې کېږي چې دوی نوښتونه او بریالیتوبونه مستند، ثبت او خپاره شي. دغه راز دغه هوکړهليک به د هېواد د اقتصادي پرمختګ په لاره کې د ګډو همکاريو د پياوړتيا لامل شي او د ښځینه وو له خوا به د کورنيو صنعتي توليداتو په معرفي او انعکاس کې مرسته وکړي.
له بلې خوا، دا همکاري به د نوښت، متشبثینو او د ښځو د اقتصادي خپلواکۍ په اړه د هېواد د سوداګرۍ او اقتصادي ټولنې د پوهاوي کچه لوړه کړي او خلکو ته به کورني تولیدات وروپېژني. دا اقدام د هېواد په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د ښځو د ودې او پرمختګ لپاره د متقابلو ژمنو ښکارندویي کوي او د افغان متشبثو مېرمنو د روښانه راتلونکي ژمنه کوي.
د افغانستان د ټولو ښځینه متشبثینو لپاره د روښانه او سوکاله راتلونکې په هیله.
رویداد خبري اژانس
کابل، د ۱۴۰۳ کال د تلې ۱۷مه