ملګرو ملتونو د امنیت شورا د چهارشنبې په غونډه کې د امریکا متحده ایالاتو سفیرې، لینډا توماس ګرینفیلډ ټینګار کړي او ویلي یې دي چې د افغانستان لپاره د استازي ټاکل اړین دي.
په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د بريټانیا استازي، باربارا ووډ وارډ د اغلې ګرینفیلډ خبرې تایید کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل اړین دي.
د روان کال په پیل کې واشنګټن د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو یادونه وکړه او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند، میټو میلر ویلي چې د افغانستان لپاره باید داسې استازی وټاکل شي چې له افغانستان سره نړیوال تعامل تنظیم کړي؛ هغه تعامل چې ملګرو ملتونو هغو ته د لاسرسي په موخه په خپل پرېکړه لیک کې وړاندې کړی دی.
هغه مهال د ا.ا چارواکو ویلي وو د ملګرو ملتونو ځانکړی استازی په هغو هېوادونو کې تعینیږي چې په کړکېچ کې ښکېل وي او افغانستان له کړکېچ بهر دی.