د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي نن سهار (پنجشنبې، د وږي ۸مه) ټایلنډ ته تللي دي.
د کانټیننټال جام سیالۍ د افغانستان، ټایلنډ، گواتمالا، کوېټ و نیوزیلنډ لوبډلو تر منځ د ۱۴۰۳ کال د وږي له ۶ تر ۱۰مې نېټې د ټایلنډ په بانکوټ کې ترسره کېږي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۴ کال د ازبکستان له نړیوال جام مخکې د کانټیننټال په جام کې ګډون کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د اعلان له مخې، ۱۸ لوبغاړي د هېواد ملي لوبډلې ته بلل شوي، چې محمد جواد صفري، عليرضا جعفري او علی احمد محسني د ملي لوبډلې ګولکیپران په دې لوبو کې شته دي.
مهدي نوروزي (کاپیټان)، رضا حسینپور، فرزاد محمودي، بهمن گرگیج، حسین محمدي، علي امیري، امید قنبري، محمدعلي فیاضي، حمیدرضا حسیني، اکبرکاظمي، محمدرضا کریمي، سید مجتبی حسیني، مهران غلامي، محمد مرادی او خداداد ابراهیمي هغه لوبغاړي دي چې به دې لوبو کې لوبېږي.