Home » سپورټ » د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله سبا د ارجنټاین له لوبډلې سره مخامخ کېږي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله سبا د ارجنټاین له لوبډلې سره مخامخ کېږي

د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام سیالیو په لړ کې د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د خپلې دویمې لوبې په موخه سبا (چهارشنبي، د وږي ۲۸مه) له «ارجنټاین» سره مخامخ کېږي.

افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې «انګولا» ته ۶ د ۴ په وړاندې ماتې ورکړه او ارجنټاین هم د اوکراین په وړاندې ۷ – ۱ بریا لري.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د فوټسال نړیوال جام ته لاره پیدا کوي او یوه بریا هم په خپل نوم کوي.

افغانستان او اوکراین، دغه راز ارجنټاین او انګولا به د وږي ۳۱مه لوبه کوي.

د یادونې ده، چې فوټسال نړیوال جام سیالۍ به د اوزبکستان په کوربه‌توب پیل او د لومړي ځل لپاره په منځنۍ اسیا کې ترسره کېږي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...