د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پرون سې شنبې (د غبرګولي څلورمه) په یوه دوستانه لوبه کې ۳- ۲ ګولونو پر وړاندې د اندونیزیا لوبډلې ته ماتې ورکړه.
لوبه تېر ماښام په دُبۍ کې د کابل پر وخت اووه بجې پيل شوه.
د افغانستان د فوټبال لوبغاړي که څه هم د کرونا ویروس له امله يو نيم کال له سیالیو لېرې پاتې وو، خو پرون ښه وځلېدل.
د افغانستان ټيم له پنځو ورځو راهیسې په متحده عربي اماراتو کې تمرين پيل کړی و.
په پام کې ده راتلونکې اوونۍ د افغانستان او سينګاپور ټيمونه هم په خپلو کې يوه دوستانه مسابقه وکړي.
ويل کېږي تر دې وروسته به د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د المپيک په رسمي لوبو کې ګډون کوي.