Home » سپورټ » د افغانستان د فوټبال لوبډله تاجکستان ته لاړه

د افغانستان د فوټبال لوبډله تاجکستان ته لاړه

د افغانستان تر۲۳ کلونو لاندی عمرونو د فوتبال ملي ټیم د اسیاجام ته د لارموندنې د سیالیو په هدف د تمرینونو لپاره تاجکستان ته ولاړ.

د افغانستان د فوتبال فدراسیون په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي، چې د هیواد د ملي ټیم غړي به د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې په یوه تمریني کمپ کې له ګډون وروسته، په سپټمبر میاشت کې د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته ولاړشي او د ۲۰۲۴ کال اسیایي جام ته د لارموندنې په سیالیو کې به ګډون وکړي.

د دې فدراسیون په وینا، د افغانستان د فوتبال د تر۲۳ کلونو کمعمره ټیم به راتلونکې اونۍ د چارشنبې په ورخ له ازبکستان لوبه وکړه او د سپټمبرپه نهمه به له ایران سره ولوبیږي.

د افغانستان د فوتبال ټیم به د سپټمبرپه ۱۲ د هانګ کانګ له ټیم سره د لوبې ډګرته ووځي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...