د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچه د سیاسي ملحوظاتو له امله ډېره کمه شوې او پر ځای یې له ایران سره زیاته شوې ده.
د راپورونو له مخې، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ حجم شاوخوا ۶۰ سلنه کم شوی دی.
له بلې خوا د ایران ایرنا خبري اژانس د دغه هېواد د چارواکو په حواله وايي چې د خراسان ایالت د پولې له لارې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ حجم اته برابره زیات شوی دی.
د خراسان ایالت د ګمرک مشر محمد کوهګرد وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې پنځلس زره کانټینرونه چې وزن یې له څلور نیمو ټنو څخه زیات دی له مهرود بندر څخه افغانستان ته لېږدول شوي دي.
همداراز د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مشر شاهد حسین وايي، د تورخم بندر د تړل کېدو له امله د دوه اړخیزه سوداګرۍ کچه ۵۰ سلنه کمه شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې د تورخم او پېښور لاره له تېرې يوې مياشتې راهيسې د افريدي قوم له خوا تړل شوې او تر دې وړاندې د مېوو او سبزيو سوداګرو ويلي وو، چې د دغه بندر د بندېدو له امله دوى ته شاوخوا ٢٠٠ ميليونه ډالره زيان اوښتى دى.