د کاناډا – بريټانیا د مطبوعاتو د ګډې خپلواکۍ جایزه د افغانستان «خبریالانو او خپلواکو رسنیو» ته ورکړل شوه.
دا جایزه په هغه مراسمو کې چې پرون شپه (جمعه، د تلې ۶مه) په نیویارک ترسره شول د افغانستان د خبریالانو او خپلواکو رسنیو په استازیتوب د امو ټلویزیون اجرایي مدیر لطفالله نجفيزاده ته ورکړل شوه.
د کاناډا – بريټانیا د بهرنیو چارو د وزارت د اعلامیې پر اساس په دې مراسمو کې د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې ملاني جولي، د بریټانیا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال، د ولرډ کالینز شته وو.
ملاني جولي په خپلو خبرو کې ویلي: «موږ د افغانستان ورځپاڼو لیکونکو او د خپلواکو رسنیزو سازمانونو ستاینه کوو چې هڅه کوي د افغانستان په اړه نړۍ ته معلومات وړاندې کړي.»
نوموړې همداراز د بشري حقونو د ملاتړ په موخه د رسنیو د خپلواکۍ په اهمیت هم ټینګار کړی دی.
لرډ کالینز هم په خپلو خبرو کې ویلي:«د افغانستان ورځپاڼې لیکونکي د رښتیا په خوندي کولو کې حیاتي رول لري.»
په دې اعلامیه کې ټینګار شوی چې دا جایزه د دې ښکارندویي کوي چې کاناډا او بریټانیا په افغانستان کې د خپلواکو خبریالانو دوامداره ملاتړ ته ژمن دي.
د رسنیو د ازادۍ کلنۍ جایزه له ۲۰۲۰ کال راهیسې، هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د بیان د ازادۍ او ډیموکراسۍ ملاتړ کوي. تېر کال دغه جایزه د مصر خبري وېبپاڼې «مدامصر» ته ورکړل شوه.