د سرپرست حکومت یو لوړ پوړی چارواکی وايي، چې طالبان د سیمې له هېوادونو سره د نږدې تعامل غوښتونکی دی.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي دا خبره د ازبکستان په سمرقند کې د چین، پاکستان، ایران، تاجکستان، ترکمنستان، روسیې او خپله د ازبکستان د مخکښو ډیپلوماتانو پرونۍ غونډې ته وکړه.
متقي یو وار بیا ډاډ ورکړ، چې د دوی حکومت اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر خلاف کار واخیستل شي.
نوموړي ويلي: “افغانستان پر خپله ژمنه ټینګ ولاړ دی، چې هيڅ فرد یا ډلې ته به اجازه ورنهکړي، چې د افغانستان خاوره د سیمې یا د کوم هېواد پر خلاف وکاروي. یا په افغانستان کې د مخدره توکو کښت یا قاچاق وکړي. دا یوازې د لفظي ژمنې تر حده نه خلاصه کېږي، بلکې موږ عملاً په افغانستان کې د امنیت او ثبات لپاره په جدي مبارزه بوخت یو.”
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، د سمرقند غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو لپاره د نړیوالې ټولنې د غوښتنې د عملي کېدو هیله وکړه.
تر دې مخکې د چین د بهرنیو چارو وزارت تېره چهارشنبه په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د یوه منځلاري او معقول حکومت د جوړېدو ملاتړ کړی و.
طالبان خپل حکومت ټولشموله بولي او وايي، د رسمیت پېژندلو لپاره ټاکلي معیارونه يې پوره کړي دي.