د افغانستان بانک په لودېځ زون کې د ۵۵۹ میلیون او ۱۴۰زره مندرسو بانکنوټونو د سوځولو خبر ورکړی دی.
د یاد بانک د خبرپاڼې له مخې په دې پیسو کې کاغذي بانکنوټونه شامل و چې د لودېځ زون په خزانه کې راټول شوي دي.
د افغانستان بانک مرستیال، محمد اخوند له خلکو غوښتي چې د ورځنیو سوداګریزو معاملو پرمهال د افغاني بانکنوټونو ساتنې ته پاملرنه وکړي.
بلخوا څه موده وړاندې مرکزي بانک په بلخ کې د یو میلیارد او۷۳ میلیون او ۹۶۲زره د مندرسو پیسو د سوځولو خبری ورکړی و.
د یادولو ده چې په تېرو کلونو کې هم میلیونونه مندرسې پیسې له منځه وړل شوې دي.