Home » افغانستان » د افغانستان بانک: پر کنګل شوې شتمنۍ دې ټول لګېدلي بنديزونه لرې شي

د افغانستان بانک: پر کنګل شوې شتمنۍ دې ټول لګېدلي بنديزونه لرې شي

د افغانستان بانک؛ سويسي بانک ته د امريکا متحده ايالاتو له لوري د ۳.۵ مېليارد ډالرو په ارزښت د افغانستان کنګل کړای شوې شتمنۍ د لېږدولو په اړه غبرګون ښودلی او ويلي يې دي، چې دا شتمني د افغانستان بانک او د ټولو افغانانو ګډ مالکيت دی.

دې بانک پرون چهارشنبه ناوخته د (وږي په ۲۳مه) په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د افغانستان بانک؛ د افغانستان پر کنګل کړای شوې شتمنۍ د ټولو لګول شوو بنديزونو د لرې کولو غوښتونکی دی.

د اعلاميې له مخې، ياده شتمني د افغانانو ګډ مالکيت دی او د تېرو کلونو پرمهال ترې د قانون په چوکاټ کې د افغانيو ملي پیسو د ارزښت په ثبات، د مالي نظام په پياوړتيا او دغه راز له نړۍ سره د سوداګرۍ د اسانولو په موخه ګټه اخيستل شوې ده.

د افغانستان بانک له يادې شتمنۍ د ګټې اخيستنې او يا يې د لېږد په اړه هر ډول پرېکړه چې د نوموړي بانک په خبره مطلوب هدف ترې نه شي ترلاسه کېدای، د نه منلو وړ بللې او په ورته پرېکړه يې له سره د غور غوښتنه کړې ده.

د افغانستان بانک دغه غبرګون داسې مهال دی، چې د ورېټرز د راپور له مخې د امريکا د خزانې وزارت پرون چهارشنبه اعلان کړی، چې د افغانستان د کنګل کړای شوې شتمنۍ ۳.۵ مېليارد ډالر برخه به په سوېس کې د دې هېواد د مالي تصفيې بانک ته ولېږدوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...