Home » افغانستان » د افغانستان بانک سبا ۱۵میلیون ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک سبا ۱۵میلیون ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک اعلان کړی، چې سبا (چهارشنبې، د مرغومي ۱۹مه) به ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر د دواطلبۍ له لارې لیلام کړي.

دغه بانک له وړ بانکونو او د صرافۍ له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.

د افغانستان مرکزي بانک ویلي چې د لیلام ګټوونکي اړ دي چې د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.

دغه بانک لیکلي: “د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د راکړې ورکړې جزوي تصفیه اجازه نشته. د داوطلبۍ ګټوونکي اړ دي چې د یوې ټاکلې مودې په اوږدو کې خپلې پیسې یو ځل په نغدي توګه د افغانستان بانک ته وسپاري.”

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...