د رسنیو د راپورنو پر اساس، چې د افغانستان بانک له نوي سرپرست اجمل احمدي راتګ وروسته په لومړي ځل د دغه بانک برېښنا د څلور ساعتونو لپاره بنده شوې وه او همدا راز امنيتي کمرې هم بندې شوې وې، چې دې چارې د خلکو غبرګونونه راپارولي دي.
د باور غورځنګ مشر نجيب ازاد، چې مخکې د ولسمشر محمد اشرف غني د کمپاين غړى هم و، له یوې رسنۍ سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې شاوخوا دوه نيمې اونۍ وړاندې د افغانستان بانک برېښنا د ٤ ساعتونو او څو دقيقې لپاره بنده شوې وه او کمرې هم بندې شوې وې.
هغه وايي، چې د افغانستان بانک د افغانستان خزانه ده، دغلته ٢٤ ساعته برق وي او همدا راز ٤ جنراتورونه هم لري، که چېرته برق کې څه مشکل راشي چې په افغانستان بانک کې د برق ستونزه د يوې ثانيې لپاره هم رامخې ته نه شي.
تېره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې داسې اوازې هم خپرې شوې چې ګواکې د افغانستان بانک برېښنا په بندېدو سره له دغه بانک څخه شااوخوا ۱۵۰میلیونه افغانۍ هم غلا شوې دي.
د رسنیو په دغه راپور کې دا هم ويلي دي، چې د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي باندې نه يوازې چې دا تور دى چې هغه له هېواده غېر قانوني پېسې انتقال کړي دي، بلکې د هغه په هويت باندې هم تراوسه پورې شکونه دي.
په داسې وخت کې چې هېواد له يوه بد وضعيت سره مخ دى، د سولې خبرې روانې دي، په حکومت کې فساد اوج ته رسېدلى دى، د افغانستان بانک د برېښنا قطع کېدل، په هېڅ ډول د منلو وړ خبره نه ده او بايد د دې چارې په جدي ډول څېړنه وشي.
په ټولنيزو رسنيو کې ورځ تر بلې د حکومت پر ضد د خلکو کرکه زياتېږي او که ورته کړنې دوام وکړي، ښايي د حکومت لپاره دا کارونه ډېر ګران تمام شي.
د يادولو وړ ده چې د اجمل احمدي د افغانستان بانک سرپرست ټاکلو سره سم يو شمېر لوړپوړي کسان له دندو ليرې کړل او څارنوالۍ ته يې معرفي کړل، همدا راز د بانک لومړى مرستيال واحد نوشېر هم د نوموړي د دې کړنې پر ضد ودرېد او دا يې غېر قانوني وبلله، چې وروسته هغه هم دې ته مجبوره شو چې خپله استعفا ورکړي او په بانک کې خپله دنده پرېږدي.