د افغانستان بانک پرون يکشنبه د (وري په ۲۸مه) د يو خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی چې د ياد بانک مسوولانو د اروپايي ټولنې له استازو سره د متقابلو همکاريو د رامنځته کولو په موخه ليدنه کړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان بانک اقتصادي سلاکار لطفالله نور پسرلي د اروپايي ټولنې له استازو سره په افغانستان کې پر مالي مسايلو د بحث ترڅنګ، د دوه اړخيزه همکاريو پر رامنځته کولو ټينګار کړی.
د افغانستان بانک له لوري په دې اړه خپره شوې خپرپاڼه کې ويل شوي، چې د يادې ليدنې او بحث پرمهال اروپايي ټولنې استازو د افغانستان له بانکي سکټور سره د همکاريو کولو لپاره لېوالتيا ښودلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې نړيواله ټولنه په دوو اوونيو کې ۳۲ ميليونه نغد ډالر د افغانستان بانکي سکټور ته پمپ کوي. په دې ترڅ کې همدا تېره ورځ هم ۳۲ ميليونه ډالر د افغانستان نړيوال بانک ته وسپارل شول.