Home » افغانستان » د افغانستان او پاکستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلو تر منځ سيالي روانه ده

د افغانستان او پاکستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلو تر منځ سيالي روانه ده

د افغانستان د ۱۹ کلنو او د پاکستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلو تر منځ يو ورځنۍ سيالي په متحده عرب اماراتو کې ترسره کېږي.

د نننۍ لوبې پچه پاکستان وګټله او افغانستان ته يې د توپ اچولو بلنه ورکړه.

افغانستان په دې لوبلړۍ کې تر دې مهاله دوی لوبې کړې چې دواړه يې ګټلې دي.

په لومړۍ لوبه کې يې پاکستان ته د ۱۰۰ منډو په توپير ماته ورکړې وه او په دويمه لوبه کې یې له متحده عرب اماراتو څخه ۱۶۹ منډو په لوی توپير لوبه ګټلې وه.

بل خوا پاکستان هم دوې لوبې کړې چې يوه ګټلې او بله بايللې ده.
په دې لوبلړۍ کې د افغان نوولس کلنو ملي لوبډلې راتلونکې لوبې د نومبر میاشتې په ۲۲مه او ۲۴مه نېټه دي.

د ویلو ده چې د دغو سیالیو پایلوبه د نومبر میاشتې په ۲۶مه نېټه ترسره کېږي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...