Home » افغانستان » د افغانستان او قطر ترمنځ د مستقیمو هوایي الوتنو هوکړه لیک لاسلیک شو

د افغانستان او قطر ترمنځ د مستقیمو هوایي الوتنو هوکړه لیک لاسلیک شو

ا.ا د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت خبر ورکړی چې د افغانستان او قطر ترمنځ د دوه اړخیزو هوایي الوتنو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه هوکړه لیک (دوشنبې، د لړم۷مه) په دوحه کې ا.ا حکومت د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت معین عبدالسلام حیدري او د قطر هوايي چلند ادارې سرپرست محمد فالح الهاجري له خوا لاسلیک شوې ده.

په خبرپاڼه کې دا نه ده روښانه شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به دغه مستقیمې الوتنې څه وخت پیل شي.

د یادولو ده چې پرون د ایران «ایر تور» هوايي شرکت کابل ته الوتنې پیل کړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي چې دغه ایرانی هوايي شرکت به کابل ته په اوونۍ کې دوې الوتنې ولري.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې، ګوندې په منځني ختیځ کې د کړکېچ له ډېرېدو وروسته د افغانستان له فضا د الوتنو کچه ډېره شوې ده.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هواپېژندنې اداره: په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شته

د ټرانسپورټ او هوايي چلند ...