Home » افغانستان » د افغانستان او زېمبابوې لوبډلو ترمنخ نن درېمه شل اوریزه سیالۍ ترسره کیږي

د افغانستان او زېمبابوې لوبډلو ترمنخ نن درېمه شل اوریزه سیالۍ ترسره کیږي

ټاکل شوې چې د افغانستان او زمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ د درېیو ۲۰ اوریزو سیالیو لوبلړۍ ‏وروستۍ او برخلیک ټاکونکې لوبه ترسره شي.
دغه لوبه نن(شنبه،۲۴د لېندۍ)د کابل پر وخت د مازدیکر ۴:۰۰ بجې د زېمبابوې په کوربه ‌توب په هرارې کرکټ ‏لوبغالي کې ترسره کیږي.
تردې دمه په روانه لوبلړۍ کې دواړه لوبډلې یو-یو مساوي دي او له نننۍ لوبې ‏وروسته به څرګنده شي چې کومه لوبډله د اتلولۍ جام ګټونکې کیږي.‏
د یادونې وړ ده چې افغان لوبډلې په تېره شل اوریزه لوبه کې زېمبابوې لوبډلې ته د ۵۰ منډو ‏په توپیر ماتې ورکړې وه.‏

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...