Home » افغانستان » د افغانستان او زيمبابوې کرکټ ملي لوبډلې نن درېيمه شل اووريزه لوبه کوي

د افغانستان او زيمبابوې کرکټ ملي لوبډلې نن درېيمه شل اووريزه لوبه کوي

ټاکل شوې چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د شل اووريزو سياليو د روانې لوب‌لړۍ وروستۍ لوبه هم د زيمبابوې له لوبډلې سره ترسره کړي.

افغان لوبډلې له دې وړاندې د زيمبابوې له لوبډلې سره درې يو ورځنۍ او دوې شل اووريزې لوبې ګټلي دي او د افغان لوبډلې له لوري د وروستۍ لوبې په ګټلو سره به چې نن ټاکل شوې ترسره شي، د زيمبابوې لوبډله (کلين واش) شي.

د کرکټ بورډ مسوولانو ډاډ ورکړی چې افغان لوبډله له روحي پلوه پياوړې ده او له زيمبابوې څخه به نننۍ لوبه هم په ښه توپير وګټي.

ټاکل شوې چې د افغانستان او زيمبابوې ترمنځ د شل اوورونو لوب‌لړۍ وروستۍ لوبه، نن ماسپښين ۳ بجې او ۴۵ دقيقې پيل شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...