د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې د افغانستان او زيمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېيو ۵۰اووره او د دوو ۲۰ اووريزو لوبلړۍ تر يوې بلې نېټې ځنډېدلې.
د کرکټ بورډ په خبره، د لوبو دا لړۍ ځکه ځنډېدلې چې کوربه هېواد يې په ژوندۍ بڼه په خپرولو کې له تخنيکي ستونزو سره مخ دی او زياته کړې يې ده چې د يادو لوبو نوې نېټې ژر اعلانولو په موخه د افغانستان کرکټ بورډ د زيمبابوې له کرکټ بورډ سره ګډ کار کوي.
ټاکل شوې وه چې دا لوبې په تېر ډيسمبر کې ترسره شي خو د کرونا امله راتلونکي فبروري ته وځنډول شوې. د نوې پرېکړې له مخې يې تر دې مهاله د ترسره کېدو نېټه نه ده په ډاګه شوې.