Home » افغانستان » د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د لومړۍ ټېسټ لوبې په درېیمه ورځ رحمت شاه زرمتي غبرګې سلیزې پوره کړې

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د لومړۍ ټېسټ لوبې په درېیمه ورځ رحمت شاه زرمتي غبرګې سلیزې پوره کړې

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د لومړۍ ټیسټ لوبې درېیمه ورځ بشپړه شوه او افغانستان یوازې د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره ۴۲۵ منډې جوړې کړې.
د دې سیالۍ په درېیمه ورځ د افغانستان لپاره رحمت شاه زرمتي پرته له دې چې خپله ویکټه له لاسه ورکړي غبرګې سلیزې پوره کړې دي.

دغه سیالي چې د ډسمبر په ۲۶مه نېټه پیل شوې ده، زمبابوې د خپلې لومړۍ پاڼۍ په بشپړولو سره ۵۸۶ منډې کړې وې چې لا هم افغان لوبډله ترې ۱۶۱ منډې شاته ده.

د ویلو ده په دې ټېسټ سیالۍ کې رحمت شاه او حشمت الله ۳۶۱ منډې ملګرتیا کړې ده چې دا د افغانستان د ټېسټ کرکټ په تاریخ کې تر ټولو اوږده ملګرتیا ده.

دا په داسې حال کې ده چې دغه ټېسټ لوبه به د ډسمبر میاشتې تر ۳۰مې نیټې پورې روانه وي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هواپېژندنې اداره: په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شته

د ټرانسپورټ او هوايي چلند ...