Home » سپورټ » د افغانستان او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ نن دویمه یوه ورځنۍ سیالۍ ترسره کېږي

د افغانستان او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ نن دویمه یوه ورځنۍ سیالۍ ترسره کېږي

د افغانستان او بنګله‌‌دېش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه پنځوس اووره یا یو ورځنۍ لوبه نن (شنبې، د لړم ۱۹مه) د متحد عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي ترسره کېږي.

ټاکل شوې دغه لوبه نن د کابل پر وخت ماسپښین دوه بجې پیل شي.

افغانستان په تېره لوبه کې بنګله دېش ته د ۹۲ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.

که چېرته افغان لوبډله وتوانېږي چې په نننۍ لوبه کې هم د بنګله ‌دېش لوبډلې ته ماتې ورکړي نو د دې لوبلړۍ اتله به شي او که بنګله‌ دېش دا لوبه وګټله نو په درېیمه لوبه کې به چې د دوشنبې په ورځ په همدې لوبغالي کې کېږي، ګټونکی معلوم شي.

بلخوا د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د بنګله دېش پر وړاندې یې د تېرې لوبې په څېر پوره چمتوالی نیولی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...