د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ دویمه یوه ورځنۍ لوبې لپاره بچه بنګله دېش کټلې او پرېکړه یې کړې چې لومړی به توپ اچونه کوي.
افغانستان به اوس پیل په توپ وهنه کوي. په تېره لوبه کې افغانستان پچه ګټلې وه او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه کړې وه.
د افغانستان په لوبډله کې رحمان الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، عظمت الله عمرزی، راشد خان، مجب الرحمان، فضل حق فاروقي او سلیم ساپي شامل دي.
پرون جمعه افغان لوبډلمشر حشمت شهیدي یوې خبري غونډې ته ویلي ”په بنګله دېش کې د بنګله دېشي لوبډلې ماتول ګران دي، خو د لومړۍ لوبې تر ګټلو وروسته د افغان لوبغاړو مورال لوړ دی، موږ به هڅه کوو چې لوبلړۍ وګټو.”
اوسمهال د لوبې ۲۲ اورونه ترسره شوي او افغانستان د کوم لوبغاړي له سوځیدو پرته ۱۴۱ منډې کړي دي.
رحمان الله ګربز ۸۴ او ابراهیم ځدران ۳۴ منډي کړي او توپوهنې ته دوام ورکوي.