د افغانستان فوټسال ملي لوبډله پرون دوشنبه د (وري په ۸مه) په يوه دوستانه لوبه کې د ايران د فوټسال له ملي لوبدلې سره مخ شوه.
په دې لوبه کې چې پرون په تهران کې ترسره شوه، علي اميري او جواد حيدري د افغان لوبډلې په ګټه دوه ګولونه ووهل. د ايران لوبډلې هم د دوو ګولونو په وهلو سره، له افغان لوبډلې سره ياده سيالي مساوي کړه.
د افغانستان فوټسال ملي لوبغاړي دامهال د اسيا ملتونو جام سياليو ته د چمتووالي په موخه په ايران کې پر تمرين بوخت دي. افغان لوبډله د يادو سيالو په B ګروپ کې ده او ټاکل شوې چې په يادو سياليو کې له تاجکستان، ازبکستان، او نېپال سره لوبې وکړي.
د اسيا د ملتونو جام سيالۍ ټاکل شوې چې د راتلونکې اپرېل له لومړۍ نيټې پيل او د همدې مياشتې تر ۱۵مې به دوام وکړي.