اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د هغې پرېکړې پر وړاندې غبرګون ښودلی چې له مخې يې ياد سازمان ته د استازي په توګه د تېر حکومت له لوري ټاکل شوی غلام اسحاقزی يو وار بيا د افغانستان د استازي په توګه تائيد کړی دی.
د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي په دې اړه خپل ټوېټر کې ويلي، اسلامي امارت دامهال پر ټول افغانستان کې د حاکميت لرلو ترڅنګ د خلکو د امنيت خونديتوب مسووليت هم لري او په خبره يې له همدې کبله په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ حق هم اسلامي امارت ته محفوظ.
نوموړي زياته کړې چې دامهال اسلامي امارت پر ټول هېواد د يوه مسوول حکومت په توګه سرتاسري حاکميت لري.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د افغانستان تېر حکومت له لوري ياد سازمان ته د استازي په توګه ټاکل شوی غلام اسحاقزی يو وار بيا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي په توګه تائيد کړ.
د ملګرو ملتونو د باور اسناد ورکولو کمېټې پرېکړه کړې وه چې طالبانو ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ څوکي نه ورکوي او د دغه هېواد د تېر حکومت له لوري ټاکل شوی استازی به خپلې دندې ته دوام ورکړي.