Home » افغانستان » د افغانستان، ترکمنستان او یو ترکي شرکت ترمنځ لومړۍ ګډه غونډه په کابل کې وشوه

د افغانستان، ترکمنستان او یو ترکي شرکت ترمنځ لومړۍ ګډه غونډه په کابل کې وشوه

د ټاپ – ۵۰۰ پروژې د عملي چارو د پيل په موخه لومړۍ درې اړخېزه غونډه په کابل کې د ترکمنستاني استازو او یو ترکي شرکت په ګډون وشوه.

د ټاپ-۵۰۰ پروژه د ترکمنستان برښنا په لوړ ولتاژ سره د هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو له لارې پاکستان ته لېږدوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې لویې پروژې په پلي کېدو سره به د هېواد یو شمېر ولایتونو ته د برښنا رسولو سربېره، د برښنا د لېږد له لارې د پام وړ عواید د سرپرست حکومت خزانې ته داخل شي.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مشر، ضیا احمد تکل خبریالانو ته په یوه پیغام کې د دې پروژې د عملي کار د پیل لپاره د بېلابېلو وزارتونو ترمنځ د ګډ سکرتریت د جوړولو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې ترکمنستان او ترکیه هم د دې پروژې بشپړولو ته لېوال دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...