Home » افغانستان » د افغاانستان د فوټبال له ۱۷ کلنۍ کم عمره لوبډله نن له قرقزستان سره مخ کېږي

د افغاانستان د فوټبال له ۱۷ کلنۍ کم عمره لوبډله نن له قرقزستان سره مخ کېږي

د هېواد د فوټبال له ۱۷ کلنۍ کم عمره لوبډله نن (دوشنبې، د زمري ۲۹مه) د قرقزستان له ۱۷ کلنۍ کم عمره لوبډلې سره مخ کېږي.

دا لوبه په تاجکستان کې د کابل پر وخت نن د ماښام ۶:۰۰ بجې د فوټبال د اوولس کلونو د کم عمره لوبډلو د اتلولۍ په لوبو کې د اسیا مرکز (کافا) کې ترسره کېږي.

د افغانستان د ملي لوبدلې لوبغاړي په یوې ځانګړې انګیزې میدان ته ځي، تر څو د خپلې پیاوړتیا په ښودلو سره په دې ټورنمټ کې مثبتې پایلې ترلاسه کړي.

د ویلو ده چې د کافا دا لوبې نوې پیل شوې او د افغانستان له ۱۷ کلنۍ کم‌ عمره لوبډله په لومړۍ لوبه کې له تاجکستان او قرقزستان سره هم ډلې ده.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...