Home » سیمه او نړی » د اعدام سزاوو له امله پر سعودي د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو نېوکې

د اعدام سزاوو له امله پر سعودي د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو نېوکې

د بشري حقونو ملاتړي يو شمېر بنسټونه نېوکه کوي چې سعودي عربستان د يوه ځوان په اعدامولو سره دا وښوده، چې نوموړی هېواد لا هم مجرمو کسانو ته د اعدام سزا له ورکولو نه دی لاس په سر شوی.

سعودي عربستان پرون د سې شنبې په ورځ د (غبرګولي په ۱۴مه نېټه) د مصطفی هاشم الدروېش په نوم کس له دې کبله اعدام کړ، چې ګواکې د ۲۰۱۵ زېږديز کال په می کې يې د سعودي دولت ضد بغاوت او اعتراض کړی و.

اوس د بشري حقونو ملاتړي بنسټونه وايي، الدروېش د نيول کېدو پرمهال ۱۷ کلن و او بايده وو چې له نوموړي سره د کم عمره کسانو په څېر قانوني چلند شوی وی.

د مصطفی هاشم الدروېش د جرم په سند کې چې يوې کاپي ته يې روېټرز خبري اژانس لاسرسی پيدا کړی راغلي، نوموړي د سعودي حکومت ضد په يو له انارشۍ ډک وسله‌وال اعتراض کې برخه لرله. په داسې حال کې چې د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو په وينا، نوموړي يوازې په يوه مدني اعتراض کې ګډون درلود.

دې بنسټونو د سعودي دا عمل غندلی او ويلي يې دي چې له رسنيو او مدافع بنسټونو څخه الدروېش ته د اعدام سزا د ورکولو خبر په پټولو سره، نوموړي هېواد ماشومانو ته د لويو سزاوو ورکول جاري ساتلي.

د سعودي عربستان چارواکو تېر زېږديز کال کې اعلان وکړ چې دولت به يې مجرمو کسانو ته د اعدام سزا ورکولو لړۍ ودروي. خو له دې ژمنې وروسته دا لومړی ځل دی چې پر يو کس د اعدام حکم پلی کوي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...