د کرېکټ اسیا کپ الف ګروپ په لومړنۍ سیالۍ کې پاکستان لوبډلې په ملتان لوبغالي کې له نیپال لوبډلې د ۲۳۸ منډو په توپیر لوبه وګټله. د لوبې ټاس یا پچه پاکستان وګاټه او لومړی یې د توپ وهنې یا بېټینګ پرېکړه وکړه.
د پاکستان له لوري د لوبډلمشر بابر اعظم او افتخار احمد د سلیزو په ګډون نیپال لوبډلې ته د شپږ وېکټو په زیان د ۳۴۳ منډو لوی هدف وټاکه. د نیپال ټوله لوبډله د لوبې په ۲۳ اعشاریه څلورم اوور کې د ۱۰۴ منډو له جوړولو وروسته له میدانه بهر شوه.
د پاکستان له لوري په نړیواله درجه بندۍ کې لومړي ځای لرونکي بابر اعظم له ۱۳۱ توپونو ۱۵۱ منډې تر لاسه کړې او افتخار احمد بیا په یوه ورځنیو لوبو کې خپله لومړنۍ سلیزه له ۷۱ توپونو ترلاسه کړه. افتخار احمد له ۱۰۹ منډو سره ناسوځېدلی پاتې شو.
د اسیا جام نړیوالو سیالو الف ګروپ راتلونکې لوبه به د هند او پاکستان تر منځ د سپتمبر پر دویمه د سریلانکا په پالیکلي لوبغالي کې کېږي او پاکستاني لوبډلې د دې بریا وروسته سریلانکا ته سفر کړی دی.