Home » اقتصادی » د اسیا پراختیایي بانک؛ له افغانستان سره د کرونا واکسین برخه کې ۵۰ میلیونه ډالرو مرسته تصویب کړه
رویداد خبري آژانس

د اسیا پراختیایي بانک؛ له افغانستان سره د کرونا واکسین برخه کې ۵۰ میلیونه ډالرو مرسته تصویب کړه

د اسیا پراختیایي بانک له افغانستان سره کرونا ویروس د واکسین په خاطر د پنځوس میلیونه ډالرو مرسته تصویب کړه.

د دې بانک د اعلامیې له مخې په دې پیسو به ۶ میلیونه ډوزه واکسین وپیرل شي او افغانستان ته به واستول شي.

د اسیا پراختیایي بانک رییس ماساڅوګو اساکاوا پرون سې شنبه (د وري ۳۱مه) وویل، دا پنځوس میلیونه ډالر دا ډاډ راکولی شي چې افغانان به د کرونا ضد ښه واکسین ترلاسه کړي.

د اسیا پراختیایي بانک د راپور له مخې په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا ویروس له کبله د افغانستان د خلکو عواید سړي سر پنځه په سلو کې کم شوي دي او بې کاري هم تر وړم کال ۱۴ په سلو کې زیاته شوې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...